یو شمیر ښځینه سينګاروونکو آمو ته ویلي چې په کابل کې د طالبانو امنیتي حوزې له سينګارګرو چې په پټه کار کوي باج اخلي.
اته دېرش کلنه راحله چې د خپلې کورنۍ سرپرستې پرغاړه لري او د خپلو شپږو ماشومانو ته د ډوډۍ د پيدا کولو لپاره په پټه سينګارتون کې کار کوي، وايي چې وروسته له هغې چې سينګارتونونه د ښځو پر مخ وتړل شول، په ناوړه اقتصادي حالت کې ده. او اوس په پټه کار کوي؛ خو طالبان د خپلو فعالیتونو د دوام په بدل کې له هغه څخه هره میاشت د عاید له مخې پیسې اخلي.
هغه وايي: «اړونده حوزې، کله چې پوه شي چې موږ کار کوو یا کار لرو، له مونږ باج اخلي؛ يعنې دا چې موږ څومره کار کوو او څومره عاید لرو تر نیمایي زیات یې اړوندو حوزو ته ورکوو او طالبانو ته چې پیسې په زور اخلي. معنا دا چې دوی زموږ په کور کې د کار کولو د اجازې په بدل کې پیسې غواړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې دغه سينګارګرې زیاتوي چې د سينګارتونونو د پلورنځیو له تړل کېدو وروسته د دوی کارونه کم شوي او د عاید یوه برخه یې د طالبانو جیبونو ته ځي.
په کابل کې د سينګارتونونو دوو کارکونکو د آمو خبریال ته د طالبانو لخوا د باج اخيستنې خبره تایید کړه.
ځینې سينګارګرې وايي چې په پټه توګه د دوی فعالیت د دوى عايد کم کړی دی.
یوې بلې سينګارګرې وویل: «دوی چې څومره پیسې له موږ څخه اخلي، د دوی په وینا موږ شيريني اخلو، خو په هرډول چې موږ ګورو، دا شيريني نه ګڼل کیږي. بلکه دا رشوت دی او رشوت په اسلام کی حرام دی. زه نه پوهیږم چې دوی څنګه کولای شي د یوې سياسرې (ښځې) لپاره دا ستونزمنه کړي چې کله هغه کار کوي، هم کار وکړي، هم د کورنۍ لپاره ډوډۍ چمتو کړي، او اړوندې خوزې کې د رشوت په توګه یو څه ورکړي؛ تر څو موږ ته د کار اجازه راکړل شي.»
یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې طالبان له دین څخه ناوړه ګټه پورته کوي او په ټولنه کې پر ښځو محدودیتونه لګوي.
مدني فعاله زحل راد وايي: «دا (سينګارګرې) په پټه کار کوي او د طالبانو ډله له دوی څخه ډیرې پیسې اخلي. په حقیقت کې طالبان د رسنیو يوه پالیسي تعقیبوي او له دین او کلتور څخه د بشري حقونو او نړیوالې ټولنې د تېرايستلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.»
د يادونې وړ ده، چې څه باندې يو کال کېږي، چې طالبانو د سينګارتونونو پر فعاليت بنديز لګولى او د طالبانو له دې پرېکړې وروسته په زرګونو مېرمنې بېکاره شوې دي.
د سوداګرۍ خونې د شمېرو پر بنسټ، په کابل کې ۳زره۱۰۰ د ښځو سينګارتونو او په ټول هېواد کې ١٢زره د سينګارتونونه موجود وو، چې په هر یوه کې په اوسط ډول پنځه تنه مېرمنې وې، چې اوس بېکاره دي.