افغانستان

 متقي د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې: چا چې یو ځل ماتې وخوړه، بیا افغانستان ته زړه نه ښه کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د امریکا د پخواني ولسمشر او ولسمشريزو ټاکنو کې د ډیموکراټانو د اوسني نوماند ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «که څوک یو ځل ماتې وخوري، بیا به افغانستان ته زړه نه ښه کوي. »

ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي و چې که د امریکا راتلونکی ولسمشر شي، د بګرام هوايي اډه به له طالبانو بېرته ونیسي.

خو امیرخان متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور ورکولو غونډه کې وویل: «هېڅوک پر افغانستان د برید جرات نه کوي او که څوک یې کوي، پايله يې معلومه ده.»

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې د برېټانيا او سوريې بريدونه د بېلګې په توګه ياد کړل.

تر دې مخکې ښاغلي ټرمپ د بګرام هوايي اډه یوه ستراتیژیکه نقطه بللې وه او ویلي یې وو چې دا اډه له هغه سیمې یو ساعت لرې ده چې چین پکې خپلې اټومي وسلې جوړوي.

هغه زیاته کړه، که امریکا له افغانستانه نه وای وتلې، روسیه به پر اوکراین د برید جرات نه وى کړى.

په همدې حال کې د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز د سه شنبې په ورځ د استانه په غونډه کې وویل چې طالبان پر افغانستان  په «غیرقانوني ډول» واکمن دي.

په دغه ناسته کې هغه د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر سرغړونو هم نیوکه وکړه.