افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ شړلي دي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د هېواد ۲۸۰ کډوالې کورنۍ پرون (چهارشنبه د وږي ۲۸مه) له ایران او پاکستان څخه «په جبري ډول او په خپله خوښه»ایستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډولو د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس زیاتوي چې ۱۸ کورنۍ د تورخم او ۲۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، د نيمروز پل ابرېشم له لارې ۹۳ کورنۍ او دغه راز د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴۶ نورې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پيشوايي ښار قوماندان اکبر عربی خبرداری ورکړی چې افغان کډوال به توقیف، راټول او وشړل شي.

هغه ټینګار وکړ چې له ایران څخه د بې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان عملي کول په شدت سره دوام لري.

د ايران د پیشوايي ښار قوماندان له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه چې د دغه هیواد د اتباعو له خوا د بې اسناده کډوالو ګمارل هم سرغړونه ده او عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.

په ورته وخت کې پاکستان هم د افغان کډوالو جبري ايستلو ته دوام ورکړی دی.