په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍ په پرله پسې ډول په هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې يې د بشري حقونو وضعیت «وحشتناک» بللی، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ته د دوی راتګ د اسلام د پیغمبر په وخت کې د «مکې فتحې» سره تشبيه کړى دى.
په همدې حال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا «سي آی اى» پخواني مشر جنرال ډیویډ پټرایوس پرون له العربیه شبکې سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې روان وضعیت «ډېر جدي» دی.
خو په بلخ کې د طالبانو د والي له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د طالبانو مشر په تخار کې له خپلو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د کابل فتحه د مکې د فتحې په څېر ده او له طالب چارواکو یې غوښتي چې دغه ورځ «د فتح ورځ» په نوم ونوموي.
نوموړي په دغه سفر کې د «د امربالمعروف قانون» تر سرلیک لاندې د طالبانو نوي قانون ته په اشارې سره د افغانستان په پخوانیو قوانینو نیوکه کړې او ویل يې دي، چې د دوی قوانین د قرآن، فقهې او حدیثو پر بنسټ ترتیب شوي دي، خو د تېر قوانین «د اروپایي، امریکایي او برېټانيايي سرچینو پر بنسټ» تدوين شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې مدني فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او دیني عالمانو په ګډون یو شمېر افغانان وايي چې د طالبانو دغه قانون له اسلام او شریعت څخه د دوى د سخت دریځه آخذ پر بنسټ دی.
له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري پرون (چهارشنبه د وږي ۲۸) د ملګرو ملتونو په یوه خاشيوي ناسته کې وویل چې طالبان بېرته خپلو ٩٠يمې لسیزې سیاستونو ته ستانه شوي دي.
آغلې امیري په دې ناسته کې زیاته کړه چې طالبان په ۹۰ لسیزه کې د « منفور رژیم» په توګه پیژندل کېدل.
په همدې حال کې هبت الله اخندزاده تخار ولایت ته د خپلو سفرونو پر مهال ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې خبرې اترې د شریعت پر بنسټ ترسره شوې او د دغو خبرو اترو هېڅ يو ګام د اسلام د سپیڅلي دین پر خلاف نه دی عملي شوی.
خو د امريکا په ګډون نړۍ وايي، چې طالبانو پر افغانستان د بېرته واک ترلاسه کولو وروسته په دوحه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا تېره شپه (چهارشنبه د وږي ۲۸مه) د امنیت شورا په غونډه کې ويلي چې افغانستان د طالبانو د پرېکړو پر بنسټ د نړیوالو له پام لوېدلى دی.
تر دې مخکې د سي آی اى پخواني مشر العربيه شبکې سره په خبرو کې ويلي وو چې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په ميليونونو افغانانو له هېواده په تېښته په خپلو پښو طالبانو ته رايې ورکړې دي.