نړۍ

اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په واسطه د روسیې  لویه زېرمه په نښه کړې

اوکراین په یوه «لویه پیمانه» ډرون برید کې د روسیې د وسلو یوه لویه زېرمه په نښه کړې ده.

رویټرز خبر ورکړی چې دا برید د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د مسکو د لوېدیځ  په ۳۸۰ کیلومترۍ کې د روسیې د توور په سیمه کې د وسلو په یوه مرکز شوی دی.

تر اوسه د دغه برید د تلفاتو او له امله يې د اوښتو زيانونو کره جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د دغه راپور له مخې دغه برید په دغه زېرمه کې د یوې لویې چاودنې چې «د زلزلې په شان لوی» دی لامل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دغه زېرمه کې د دغه بريد له امله رامنځته شوې چاودنې هم د روسيې د توور سيمې ته څېرمه د يوه ښار د تخليې لامل شوې دي.

یوري پوډولیکا، د اوکراین الاصله روس پلوه پوځي بلاګر، وویل: «دښمن په توروپتس سیمه کې د مهماتو یوه ډېپو په نښه کړه. هر هغه څه چې سوځولی شي همدا اوس هلته دسوځېدو په حال کې دي او چاودنه کوي.»

دغه اژانس وايي، پرته له دې چې د دغه بريد موخه مشخص کړي د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه په یوه ویډیويي وینا کې د ياد برید د پایلو هرکلی وکړ.

هغه وويل: « تېره شپه د روسيې په خاوره کې يوه ډېره مهمه پايله ترلاسه شوه او دا ډول کړنې دښمن کمزورى کوي. زه د ټولو ښکیلو کسانو څخه مننه کوم. د دې په څیر وخت واقعیا الهام بخښونکی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې په زرګونو کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بې کوره شوي دي.

تر دې مخکې د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د اوکراین د جګړې پای یوازې د خبرو له لارې ممکن دی.