د بامیانو ولایت په خوال سیمه کې د یوه ۳۹ کلن سړي مړی موندل شوی دی.
په بامیانو کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي چې وژل شوى کس غلام مهدي نومېږي او جسد يې د څېړنو لپاره عدلي طب ته استول شوی دی.
تر اوسه د دغه کس د مړینې علت معلوم نه دی.
د غلام مهدي کورنۍ وايي، هغه له هیچا سره دښمني نه درلوده.
طالبانو ویلي چې د دغه کس پر بدن د وهلو او شکنجې نښې نه ليدل کېږي.
د يادونې ده، چې دغه جسد د يوه ځايي اوسېدونکي له خوا موندل شوى او بيا يې له طالبانو سره اړيکې نيولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په دایکندي ولایت کې د هېواد یو شمېر هزاره وګړي د وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.
په سیمه کې سرچینو چې د دې پېښې عیني شاهدان دي، د آمو ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې دوو موټرسایکل سپرو چې ځانونه یې د طالبانو غړي معرفي کول، پر هزاره ګانو یې ډزې وکړې.
طالبانو د دې ډزو په تړاو ویلي، چې په دې برید کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
خو داعش چې د دې پېښې مسٶوليت يې پر غاړه اخيستى وايي چې په دې بريد کې يې ١٥ کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.