افغانستان

پاکستان د دوی ملي سرود ته  د طالبانو نه درېدل بې احترامي او له ډيپلوماتيکو پروتوکولونو سرغړونه وبلله

On Tuesday, Taliban Consul General Muhebullah Shakir and his colleague remained seated during the anthem at an event in Peshawar, causing anger among Pakistani officials.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد ملي سرود ته د طالب دیپلوماتانو سپکاوی غندلی او دا یې له دیپلوماتیکو پروتوکولونو سرغړونه بللې ده.

په پېښور کې د طالبانو سرکونسل محب الله شاکر او ملګري يې د سه شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د يوې غونډې پر مهال د پاکستان ملي سرود د غږولو پر مهال له خپل ځايه پورته نشول ، چې د دغه هېواد د چارواکو د غصې او خپګان لامل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یو خبرپاڼه کې د طالب دیپلوماتانو دغه اقدام په کلکه غندلى او ویل يې دي: «مونږ به خپل سخت اعتراض په اسلام آباد او کابل کې د افغانستان چارواکو ته ورسوو.»

دغه غونډه چې د خیبر پښتونخوا د عالي وزیر علي امین ګنډاپور په کوربه توب جوړه شوې وه، د هغه په ​​بلنه د طالبانو دیپلوماتانو هم ګډون کړی و. خو کله چې د پاکستان ملي سرود وغږول شو، شاکر او د هغه ملګري پخپل ځايونو ناست پاتې شول، چې دا اقدام د پاکستاني چارواکو لخوا په پراخه کچه له «ډیپلوماتیکو ادابو سرغړونه» وبلل شوه.

په همدې حال کې په پېښور کې د طالبانو ونسلګرۍ ویلي چې دوی د پاکستان د ملي سرود سره د ملې موسیقۍ له امله له درناوى ډډه کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅکله د دغه هېواد ملي سرود ته سپکاوی نه دی شوی.

د طالبانو سرکونسل زیاته کړې: «موږ د افغانستان د ملي سرود پر غږولو هم د موسیقۍ له امله بندیز لګولی دی او که دا سرود له موسیقۍ پرته غږول شوی یا د ماشومانو له خوا ويل شوی وای، نو سرکونسل به ولاړ و او خپل لاسونه به یې پر سينه  اېښى وى.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې لا هم ترینګلې دي. په ځانګړې توګه له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل. په داسې حال کې چې تمه کېده چې د طالبانو په واکمنۍ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې ښې شي، خو برعکس تاوتریخوالی زیات شوی دی.