افغانستان

د ۱۴۰۳ د وږي ۲۷ – د ۱۰ بجو خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د مى له ۱۴مې څخه د جولای تر ۳۱مې (د ١٤٠٣ لمریز کال د غويي له ۱۰مي تر ٢٥مې) پورې په افغانستان کې دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٣سلنه زیاتوالی ښیي.