افغانستان

ځانګړې: په تېر کال کې د انساني قاچاق د شبکو فعالیت زیات شوی 

د آمو د څېړنو موندنې ښيي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د انساني قاچاق د شبکو فعالیت زیات شوی دی.

د آمو ساحوي څېړنې ٦٧ سلنه برخه اخیستونکي چې هر یو يې غیرقانوني کډوالي تجربه کړې، وايي چې په تېر کال کې د دوی د استوګنې په ځای کې د انساني قاچاق شبکې فعالیت زیات شوی دی. خو په سلو کې ۱۵ مرکه کوونکو ویلي چې د انساني قاچاق د شبکو فعالیت کم شوی دی.

د عمر ګروپونه

د آمو دغه څېړنه د هېواد د اتو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې له ۴۰ کسانو سره شوې، چې هر یو یې د ناقانونه کډوالۍ تجربه درلوده.

دغه څېړنه په فراه، بامیان، جوزجان، پروان، فاریاب، دایکندي او پکتیا ولایتونو کې ترسره شوې ده.

د دې څیړنې د موندنو پر بنسټ، ځوانان هغه لومړنۍ ډله ده چې د انساني قاچاق د شبکو قرباني کېږي.

څېړنو موندلې چې په ځینو مواردو کې د دغو شبکو فعالیت د انساني قاچاق تر چتر لاندې د نشه يي توکو د قاچاق، د انسان د بدن د غړو پېر او پلور، د وسلو قاچاق، په سرحدي سیمو کې د انسان تښتوونکو او غلو له ډلو سره د همکارۍ او مرستې په موخه ترسره کېږي. او آن د ترهګرو ډلو د ځواکونو په پیاوړتیا هم منتج کېږي.

د دغه راپور په دوام ځینو هغو کسانو چې د انساني قاچاق د شبکو او غیر قانوني کډوالۍ قرباني شوي هم د دغې لارې په اړه چې د خلکو په منځ کې د «مرګ لاره» بلل کیږي، خپلې کیسې شریکې کړي دي.

د قاچاق کوونکو موخې

د افغانستان په سرحدي سیمو کې؛ د انساني قاچاق لسګونه وړې او لویې شبکې هره ورځ په لسګونو داسې کسان چې د ژوند څرخ يې د ناقانونه کډوالۍ ته کش کړي، ښکار کوي.

د دې شبکو فعالیت په دې پوله محدود نه دی، ښکاره او پټ مخابراتي شبکې د هېواد دننه او له افغانستان څخه بهر د ښارونو تر مرکز پورې فعالې دي.

احصایې او ارقام

د آمو په څېړنه کې، د څېړنې ٦٧.٥سلنه برخه اخیستونکو ویلي چې په تېر کال کې د دوی د استوګنې په ځای کې د انساني قاچاق شبکې فعالیت زیات شوی، ١٥سلنو يې ويلي کم شوی، ٥ سلنه په دې باور دي چې دا فعالیتونه یو څه کم شوي، او ١٢.٥سلنه يې ويلي، یو څه لوړ شوی دى.

۸۲،۵ سلنه ګډونوالو د انساني قاچاق د شبکو د پېژند په اړه ویلي، چې په افغانستان کې دننه د دې شبکو فعال غړي د دغه هېواد اتباع دي، خو ۱۷،۵ سلنه نورو بیا ټینګار کړی، چې د دغه هېواد پر اتباعو سربېره د پاکستانیانو په ګډون بهرني اتباع هم په کې دي. دوی د انساني قاچاق د شبکو تر چتر لاندې هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

۹۵سلنه د انساني قاچاق د شبکو د اهدافو په اړه ویلي، چې د دوی اصلي موخه «پیسې» دي. له دوى ٢.٥سلنه يې ویلي چې ممکن د دوى موخه جنسي ځورونې وي.

 له دوى ٢.٥ سلنې ویلي چې د وسلو قاچاق د دې شبکو یوه بله موخه دی.

له دې جملې څخه ٤٠سلنه د انساني قاچاق د شبکو د موخو په اړه له یو څخه زیات ځوابونه ورکړي.

له دوى ١٠سلنې يې ویلي چې د انساني قاچاق شبکې لپاره، قاچاق د عاید سرچینه او دنده ګرځیدلې ده. لس سلنې نورو ویلي چې د انسان د قاچاق د شبکو موخه له سړي تښتونکو او غلو سره همکاري ده.

په همدې حال کې په سلو کې ۷،۵ سلنه کسانو ویلي چې د دغو شبکو فعالیتونه د نشته يي توکو د قاچاق په موخه ترسره کېږي. په سلو کې ۷،۵ نورو ویلي چې د انساني قاچاق د شبکو د موخه یوه برخه د ترهګرو ډلو او په احتمالي توګه د داعش پیاوړي کول دي.

له دې کسانو ٥ سلنه ویلي چې د دغو شبکو یو هدف د انسان د بدن د غړو قاچاق دی.

ګډونوالو ويلي، چې په لومړي پړاو کې د انساني قاچاق شبکه ځوانان تعقيبوي، په دویمه مرحله کې تنکي ځوانان، په دریمه مرحله کې ماشومان، په څلورمه مرحله کې ښځې او په وروستۍ مرحله کې د منځني عمر لرونکي نارینه تعقيبوي.

٧٥.٥سلنه ویلي چې د انساني قاچاق شبکې د “درواغجنو وعدو او فریب” طریقه کاروي، ١٧.٥سلنه کسانو ویلي چې دوی د «اعتراض» طریقه کاروي او نور ١٥٪ په دې باور دي چې دوی په ترتيب سره د دریو طریقو «منفي هڅونه» کاروي د قاچاقي شبکو څخه کار اخلي؛ ترڅو خلک غیرقانوني کډوالۍ ته لار پیدا کړي. په سلو کې لس نورو ویلي چې د انساني قاچاق شبکې نورې بېلابېلې لارې چارې کاروي.

له دغو کسانو ٢٠سلنه يې د غیرقانوني کډوالۍ د دلیل په اړه د آمو پوښتنې ته له یو څخه زیات ځوابونه ورکړي. ١٠٪ ویلي چې خلک د اقتصادي ننګونو له امله د انساني قاچاق شبکې لټون کوي. ۷،۵ سلنه ویلي چې د انساني قاچاق شبکې د خلکو له اقتصادي بې وزلۍ ناوړه ګټه پورته کوي او غیر قانوني کډوالۍ ته لار هواروي. ٢.٥٪ همداراز ویلي چې د انساني قاچاق شبکې سیمه يیز نفوذ لري.

د انساني قاچاق د قربانیانو کیسې

د هېواد په ځینو برخو کې آمو  له یو شمېر هغو کسانو سره ویډیويي مرکې هم کړي چې د انساني قاچاق قرباني شوي او د غیر قانوني کډوالۍ لارې چارې یې تجربه کړې دي، خو د امنیتي دلایلو له امله مرکه شویو کسانو غوښتي چې مخونه يې پټ وساتل شي. د دوی اصلي نومونه په راپور کې نه دي منعکس شوي.

خیبر ( مستعار نوم) که څه هم د مرګ د لارې له زړه راستون شوی دی؛ خو د هغه روان لاهم د غیرقانوني کډوالۍ په هغو کږلېچونو کې ډوب دی چې بالاخره یې د تښتونکو په جال کې وچاوم. هغه اوس هم د لوږې او تندې په اړه فکر کوي چې شکنجې او سختيو سل چنده سخته کړې ده. که څه هم هغه وتوانېد  چې راشي، خو هغه شاهد و چې د هغه د ملګري زړه د دومره فشار تر بار لاندې ودرېد، او د هغه نوم يې  نه راستنېدونکى مسافر کېښود.

خیبر آمو ته وویل: “هغه څه موږ د غلو لخوا د يرغمل کېدو پر مهال تجربه کړل، ډېر څه وو. دوی نه خواړه راکول او نه اوبه. موږ  يې وهلو، ځورولو. هره دقیقه دوی فشار راوړه چې دلته او هلته خپلې کورنۍ ته زنګ ووهئ څو مونږ ته پيسې ولېږي.

 همدا موارد چې مونږ تجربه کول موږ ډیر وږي او ووهل شو. «زموږ یو ملګری هلته د لوږې، تندې او وهلو له امله مړ شو.»

احمد (مستعار نوم) چې څه موده وړاندې د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د انساني قاچاق د شبکې لخوا ونیول شو. د هغه ستړی شوی بدن لا هم د قاچاق وړونکو لخوا د وهلو ټکولو او په پای کې د دې هیواد د سنګ سیفد په کمپ کې د ایراني پولیسو ظلمونه يې لا نه دي هیر کړي. وايي چې د مرګ له لارې تېر شوی دی، هغه لاره چې هلته د مړو او د بې ساه جسدونو د خپګان کيسه يې کوله.

احمد آمو ته وویل: “که دوی موږ ته اوبه راکولې،په داسې يو لوښې کې ته له چټليو به ډک و اوبه راکولې. او موږ به په سوځیدونکي لمر کې راويستلو.” یو موټر يې راوړ؛ په یوه موټر کې له شلو څخه تر دېرشو پورې نارینه او ښځې لېږدول کېدل. د موټر له شا څخه د ماشومانو چیغې او غږونه پورته کېدل.

 ځینې ​​موټرونه لکه سوزکي د خپلو سرونو شاته د وښو بوجۍ اېښودلې، چې که پولیس يې ودروي، فکر کوي چې دا د وښو بوجۍ دي.  یو وضعيت وو! موږ به له خوراک او اوبو پرته غرونو ته ولاړو. موږ هغه جسدونه ولیدل چې په لمر کې سوځول شوي وو. یا به ایرانیانو په مرمۍ ویشتلي وو او یا به هلته د لوږې او تودوخې له امله مړه شوي وو.»

یوازې دا نارینه نه دي، ښځې او ماشومان هم له نارینه وو سره په ګډه په دې لاره روان دي، ترڅو د غیر قانوني کډوالۍ له سختې لارې په پای کې د ښه سبا دروازې پرانیزي. خو د ترخه پای څخه ناخبره.

ستاره ( مستعار نوم) – د انساني قاچاق قرباني آمو ته وويل: «یو کال مخکې موږ له افغانستانه په غیرقانوني توګه کډوال شو. قاچاقبران زما د خاوند د خپلوانو ملګري وو او په ناقانونه توګه یې ایران ته بوتلو. په لاره کې مو ډېرې ستونزې زغملې. تږي، وږي، له غرونو تېر شوو او په زرګونو نورې ستونزې مو تر ایرانه تېرې کړې.»

د ځینو نورو په وینا، د غیرقانوني کډوالۍ ستونزې د هغه څه په پرتله خورا پیچلې دي چې ویل کېږي.

معروف (مستعار نوم) د انساني قاچاق قرباني آمو ته ويلي: «په لاره کې نه اوبه او نه ډوډۍ وه، زموږ زړونه سوځېدل ځکه چې موږ ډېرې ښځې ولیدلې چې ماشومان یې په دې لاره کې پاتې کېدل او دوی پخپله هم. موږ اکثره داسې ښځې ليدلي چې امیندواره وې او په دې لاره تللې او قاچاقبران هغه ظلمونه کوي چې نه په شريعت کې شته او نه په اسلام کې. دلته په کرولا موټر کې تر ټولو زیات ۵ کسان سفر کوي، خو د قاچاق په لاره کې ۱۴ کسان. که تاسو اوبه وغواړئ، دوی تا وهي، که تاسو ډوډۍ وغواړئ، دوی مو په لغته وهي.»

ځينې خلک وايي، چې ايران ته د غير قانوني کډوالۍ خطرناکه لاره د نيمروز له غرونو څخه پيليږي، د انساني قاچاق وړونکو شبکو لخوا له سپکاوی او لعنت ویلو سره، خو هاخوا په ايران او يا تر دې وړاندې په ترکيه کې هم کډوالو ته د لانجو او له انسان تښتونو ډک پنډغالي په کمین کې دي.

احمد شاه (مستعار نوم) – د انساني قاچاق قرباني وايي: «زه نیمروز ولایت ته لاړم او هلته ډېر قاچاقبران دي، هغوی موږ ایران ته یوړلو او بیا یې موږ ایراني قاچاقبرانو ته وسپارلو موږ د لارې په اوږدو کې هر ډول ستونزې زغمو. لوږه او تنده، سپکاوی وهل ټکول، ټپونه او حتی د یو شخص د ژوند د لاسه ورکولو امکان. زه یوه اونۍ وروسته تهران ته ورسیدم.»

حمید (مستعار نوم) د انساني قاچاق قرباني آمو ته وويل:«زه او زما ملګري د ترکیې په پوله کې وو، کله چې غلو موږ په یوه ساړه ځای کې ونیولو، ټیلیفونونه مو درلودل، پیسې مو درلودې، هغوی راڅخه واخیستل، داسې ځای ته یې بوتللو چې یوه تیاره کوټه وه، موږ یې شکنجه کړو.زموږ له پلرونو څخه یې پيسې وغوښتې، له ما څخه يې پيسې وغوښتې، پلار ته يې زنګ وواهه چې پنځه زره ډالر راکړه، که يې رانکړې نو موږ به يې ووژنو.»

صابر لا تر اوسه د هغه دښتې په اړه فکر کوي، چې له څو ورځو راهیسې یې خپل نه ختمیدونکي منزل ته د رسېدو لپاره سترګې پټې کړې وې، خو نه پوهېدو چې د غلو په جال کې به ولوېږي، د غلو د شکنجې او د انساني قاچاق د شبکو د ظلمونو په ترخه تجربو کې په پای کې، هغه د ترکیې استانبول ته لاړ، خو بیرته راستون شو.

صابر (مستعار نوم)  د انساني قاچاق قرباني زياته کړه:”دلته مو له قاچاقبر سره خبرې وکړې، تر غرمې پورې لاړم، هلته مې له قاچاقبر سره ولیدل. مهم قاچاقبر نه و، د هغه خلک وو، موږ ورسره ولاړو، هغوی له بلوڅستانه ایران ته په سختۍ تېر شول. په ایران کې غلو یرغمل نیولی وم، د یو څه پیسو په ورکولو سره خوشې شوم.»

شاګل (مستعار نوم)  د انساني قاچاق قرباني له تګ د ستونزو او لګښت له امله ، یا د دومره ګړندي تګ له امله ، د اوبو سرعت څخه ګړندی ، د پیل ځای ته بیرته ستنېدو ته اړ شوه، خو د پخوا په پرتله تش لاسونه.

شاه ګل وايي: «په لاره کې ډېره لوږه وه، په لاره کې ډېرې بدمرغۍ وې. زموږ سره زر د پولې په اوږدو کې له پاکستان او هاخوا ورک شول. زموږ په کورنۍ کې اته کسان دي، شپږ یا اوه کسان یوې خوا ته پاتې شوو اوه یا اته په بل اړخ کې پاتې شوو موږ د اړیکې له لارې له قاچاق وړونکي سره اړیکه ونیوله، او زما ماشومانو د هغه ته پیسې ورکړې، هیچا په وړیا توګه نه وړل، او موږ مخکې یو بل نه پیژندل..»

له دې ټولو سره سره، د څېړنو د موندنو پر بنسټ، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نیمروز او هرات ولایتونو سیمې او د کندهار سپین بولدک تر ډېره د انساني قاچاق وړونکو شبکو د فعالیت ځایونه دي، چې آن د سیمه ییزو سرچینو په وینا په انساني قاچاق کې له یو بل سره سیالي کوي.