افغانستان

عمان په مسقط کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره

د عمان شاهي دولت د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپاره.

د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو دیپلوماتانو د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په دغه سفارت کې خپل کار پیل کړی دی.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په دې اړه چې دوی د دغه سفارت لپاره څوک د سفیر یا شارژدافیر په توګه ټاکلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل هیله څرګنده کړې چې د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول به د دوی په چارو او د عمان سره په اړیکو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د يادولو وړ ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ۱۴ سیاسي ماموریتونو او دایمي څوکۍ او په امریکا کې د افغانستان د سفارت پرته، چې تړل شوى، د دغه هېواد ټول سیاسي او دیپلوماتیک ماموریتونه له طالبانو سره د اړیکو له امله د طالبانو له خوا اداره کیږي، او یا هم بند پاتې دي.

خو تر اوسه د ایران، روسیې او چین په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هېواد چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري دوى په رسمیت نه دي پیژندلي.

له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې د یوازینۍ واکمنۍ په توګه د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو د دوی پر ژوند او اقتصاد جدي او ناوړه اغېزې کړې دي.

دغه ښاریان وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې تر اوسه په رسميت نه دي پیژندل شوي، په هېواد کې د فقر لمن پراخه شوې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍ تل د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو د تامینول، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو پلي کېدل د دوى لپاره د شرايطو په توګه ټاکلي دي.

له بلې خوا تازه د امریکا کانګرېس په ۱۴۳۳ پرېکړه لیک کې طالبان د «ترهګريز سازمان» په توګه اعلان کړى او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له حکومته یې وغوښتل چې طالبان وغندي.