افغانستان

ملګرو ملتونو:د طالبانو د مدرسو ظرفیت په هره «دوره» کې زر زده کوونکي دي

عکس از آرشیف

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو جهادي مدرسو ته په یوه کوچنۍ اشاره سره ویلي، چې د دغه مدرسو ظرفیت په یوه دوره کې ۱۰۰۰ زده کوونکي دي.

خو په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د دیني مدرسو د ریاست له خوا د جون په ۲۹مه (د چنګاښ  په ۹مه) په یوه لیک کې د طالبانو په جهادي ښوونځیو کې د نوې نومليکنې لړۍ بنده شوې ده.

په راپور کې راغلي چې دا حکم تر بلې خبرتیا پورې له کوم وضاحت پرته صادر شوی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د طالبانو له خوا جهادي مدرسې د اسلامي زده کړو د بهترينو بنسټونو په توګه ګڼل کیږي او معمولا د لوړ پوړو طالب مشرانو د ويناوو ځای وي.

په راپور کې راغلي چې د مى له ۱۶مې څخه د اګست تر ۸مې (د غويي له ۲۷ څخه د زمري ۱۸مې) په اتو ولایتونو کې د ښځو لپاره د درېیو ځانګړيو مدرسو په ګډون د طالبانو تر څارنې لاندې ۹ دیني مدرسې پرانیستل شوې.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې له دغو ښوونځیو څخه ۳۶۶ تنه نارینه او ۴۱۳ تنه ښځینه زده کوونکي فارغ شوي دي.

په همدې حال کې، راپور وايي چې په دې مذهبي مدرسو کې د ١٢ کلونو څخه د کم عمر لرونکو نجونو د شمېر په اړه کره معلومات نشته یا د ورکړل شوي تعلیمي مواد په اړه معلومات شتون نلري.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې زیاته کړې:«دا مسٸله په دغو مدرسو کې د غیرمرکزي کېدو او د مشخصو معیارونو د نشتوالي او همدارنګه د معلوماتو شریکولو ته د طالبانو د نه لېوالتیا له امله رامنځته شوې ده.»