افغانستان

په پارکونو کې د ښځو پر حضور د بندیز دوام: طالبان وايي چې په یوه کال کې ۹ زره ګرځندویان افغانستان ته راغلي

په داسې حال کې چې طالبانو په هېواد کې پارکونو او تفریحي سیمو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی او کورنیو ته یې په دې اړه خبرداری ورکړی، د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپله کلنۍ راپور کې ویلي چې په تېر کال کې ٩زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او د هېواد له تاریخي اثارو او تفریحي سیمو څخه يې لیدنه کړې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت زیاتوي چې په تېر کال کې شاوخوا ۹ میلیونه کورنیو ګرځندویانو هم د هېواد له تاریخي او تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کورنیو ته خبرداری ورکړی چې که د دغو کورنیو ښځې په تفریحي ځایونو او پارکونو کې ولیدل شي، د دوی نارینه مشران به مجازات کړي.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو همداراز په مزارشریف کې د حضرت علي مزار ته د ښځو پر ورتګ هم بندیز لګولی دی.

له بلې خوا طالبانو د خپل نوي قانون په تصويب سره چې د «امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرليک لاندې د ښځو مخ او غږ د عورت برخه ګرځولې، د ښځو خندا او غږ يې په عامه ځایونو کې چې نارینه شتون لري منع او حرام ګرځولى دى.