په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، پرون( دوشنبه، وږي ٢٦مه) د ۲۹۱ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په «جبري ډول او خپله خوښه» ایستل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۴۰ کورنۍ د تورخم او ۲۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۱۲۴ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې او ۱۰۴ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پيشوايي ښار قوماندان اکبر عربی خبرداری ورکړی چې افغان کډوال به توقیف، راټول او وشړل شي.
هغه ټینګار وکړ چې له ایران څخه د پې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان عملي کول په شدت سره دوام لري.
د ايران د پیشوايي ښار قوماندان له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه چې د دغه هیواد د اتباعو له خوا د بې اسناده کډوالو ګمارل هم سرغړونه ده او عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.
په ورته وخت کې پاکستان هم د افغان کډوالو جبري ايستلو ته دوام ورکړی دی.