سویلي آسیا

د پاکستان پولیس: د ټي ټي پى غړي له یو بل سره د اړیکو لپاره پاپجي کاروي

د پاکستان پولیس په خیبرپښتونخوا ایالت کې چې له افغانستان سره پوله لري وايي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره تړلي پنځه کسان یې نیولي دي چې د پاپجي اپلیکیشن له لارې یې له یو بل سره د اړیکو لپاره کار کاوه.

د پاکستان د پولیسو یوه قومندان زاهدالله د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا لومړی ځل دی، چې له داسې یوه کار سره مخ کېږي او د ده په وینا تر دې مخکې «ترهګرو» له یو بل سره د اړیکو لپاره واټساپ کاراوه.

تر دې وړاندې یو شمېر نړیوالو رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي وو چې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ پنځو “ترهګرو” د وږي په ۲۸مه د دغه هېواد په سوات سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز په هغه مرګوني برید کې لاس درلود چې یو پولیس په کې ووژل شو.

د سوات پولیس اوس وايي چې دوی د سي سي ټي وي کیمرې له لارې دا «ترهګر» تعقیب او نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې ټي ټي پي پکې ډېر فعال دی ۴۲۳ بریدونو کې د امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د ټي ټي پي ډلې تعقیب ستونزمن کار دی، ځکه چې دوی کولای شي په اسانۍ سره له پولې تېر شي او ټیکنالوژۍ هم دوی ته اجازه ورکړې چې نور همغږي کړي او خپل حرکتونه پټ کړي.

د يادولو وړ ده، چې پاکستان د نورو حکومتونو په څېر هڅه کوي چې د فیسبوک په څېر تخنیکي شرکتونو قانع کړي ترڅو د خپلو کاروونکو معلومات، چې د ملي امنیت څخه په سرغړونې تورن شوي دي، افشا کړي.

په ۲۰۲۲ کال کې د پاپجي اپلیکیشن په پاکستان کې دننه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو. هغه مهال د لاهور په ښار کې يو څوارلس کلن ځوان چې په دې لوبو روږدي وو خپله مور او درې خويندې يې ووژل.

دغه هلک ويلي و چې هغه فکر کاوه چې د کورنۍ غړي یې په اپلکيشن کې د لوبې شخصيتونو په څېر دي چې له حذف کېدو وروسته به بېرته ژوندي شي.

پاپجي یوه څو نفره لوبه ده چې ټیمونه پکې ټاپو ته کښته کېږي او د وروستي ټیم پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.

دا پرليکه لوبه د ٢٠١٧ په وروستیو کې په لاره واچول شوه او په څو میاشتو کې، د سترو لوبو په سر کې راغله او په نړۍ کې یو له ډېرو ډاونلوډ شویو لوبو څخه شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو وزارت په افغانستان کې د پاپجي اپلیکیشن پر کارولو بندیز لګولی دی.