افغانستان

د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری

Floods in northern Baghlan province. May 2024. File photo.

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورښت او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست اعلان کړى، چې سبا (سه شنبه، وږي ٢٩مه) په يو شمېر ولايتونو کې د سختو بارانونو د ورښت او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

د دې اعلان له مخې به بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، تخار او بغلان ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.

په دې سیمو کې د اورښت اندازه د ١٥ او ٣٠ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

دغه راز ياد رياست د هېواد په شمالي، لويديځو، سوېل او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو د لګېدو خبر هم ورکړى او په ساعت کې د دغو بادونو سرعت کچه له ٥٠ او ٧٠ کيلومترو پورې اټکل شوې ده.