افغانستان

طالبانو په بلخ کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

عکس له آرشیف.

 طالبانو نن (دوشنبه) په بلخ ولایت کې یو کس د «لواطت» په تور  په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼې کې راغلي چې دغه کس ۳۹ درې وهل شوی دی.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه پرېکړه د بلخ د دهدادي ولسوالۍ د ابتدايي محکمې له خوا صادره شوې ده.

په تېرو دريو کلونو کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره سره طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې د خلکو په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

په تېره یوه میاشت کې د طالبانو له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان په درو وهل شوي دي.

د آمو د موندنو له مخې، طالبانو په دريو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱۰ ښځو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان په درو وهلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له خوا پر جسمي مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو په قضايي سیستم کې عادلانه محاکمې ته د نه لاسرسي په اړه ژوره اندېښنه شته.