د کابل – ننګرهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي، چې د دې پېښې په قربانیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه د يوه مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په دې پيښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک بلل شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو درېيو کسانو په ګډون نږدې سل تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي. .
دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې ټیټ زیاتوالی ښیي.
په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶلينو له دې وړاندې ويلي و، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې کېږي.