په البانیا کې د افغان مېرمنو د غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید پرېکنده اقدام وکړي، څو طالبان د «بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو» له امله د حساب ورکولو ته اړباسي.
په دغه پرېکړه لیک کې له نړۍ غوښتل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» د «بشریت ضد جرم» په توګه په رسميت وپيژني.
دغه مېرمنې وايي، د افغان ولس د ارادې پر بنسټ د یوه داسې مشروع حکومت رامنځته کول، چې د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو او نارینه وو مساوي ونډې تضمینوي، د ګډونوالو له ګډو هیلو څخه ده.
د دې پرېکړه ليک پر بنسټ، په البانيا کې د غونډې برخه والو هوکړه وکړه چې د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د ټولو برخو څخه د ډلو او اشخاصو په ګډون يوه کاري ډله جوړه کړي چې ښځو «سياسي منشور» تدوین کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د «عامه سرغړونو» مسٶل دي، او د حساب ورکوونې بنسټونه لکه د جرمونو نړيواله محکمه بايد پياوړې او وکارول شي څوطالبان حساب ورکولو لپاره اړ اېستل شي.
په البانیا کې د ښځو د غونډې ګډونوالو همداراز له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د بنسټیزو اسنادو لپاره روښانه معیارونه جوړ کړي او د دې لپاره لازمې منابع ځانګړې کړي.
دغو مېرمنو ټینګار کړی، چې افغان مېرمنې باید د نړیوالو مرستو د وېش په ګډون د بېلابېلو برخو په رهبرۍ او تصمیم نیولو کې برخه واخلي.
د دې غونډې ګډونوالو زیاته کړه چې د نړیوالو بشرپاله مرستو او د ښځو تر رهبرۍ لاندې ادارو تر منځ باید همغږي زیاته شي.
دغه مېرمنې دا هم وايي، چې نړیوالو بازارونو ته د ښځینه متشبثینو د محصولاتو د لاسرسي لپاره باید اغېزمن ستراتیژیک پلانونه جوړ شي.
په البانیا کې د غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ هر ډول ناسته او خبرې باید د ښځو په شتون کې ترسره شي او په اړوند پلاوي کې باید افغان مېرمنې هم شاملې وي.
دغه مېرمنې وايي، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د لیدو او خبرو لپاره د اجنډا د جوړولو په برخه کې دننه او بهر د افغانستان له ښځو سره سلا مشورې وکړي.
د يادولو وړ ده، چې په البانیا کې دا غونډه د بشري حقونو او افغان ښځو په تړاو د ښځو تر ټولو لویه غونډه وه، چې د هسپانیا او سویډن په کوربه توب جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د افغانستان له سلو څخه زیاتو ښځو برخه اخیستې وه.