نړۍ

د نایجیریا ولسمشر د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۰ کسانو لا درکه کېدل تایید کړل

د نایجیریا ولسمشر بولا ټننوبو ویلي دي چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې په یوه سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه لادرکه شوي دي.

د دغه هېواد د زمفارا ایالت د پولیسو ویاند یزید ابوبکر هم اسوشېټيد پرېس آژانس ته ویلي دي چې په دې پیښه کې پنځه تنه ژغورل شوي دي او لا تر اوسه ۴۰ کسان لادرکه دي.

تر دې مخکې په نایجریا کې سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۴مه) د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۴ کسان لادرکه شوي دي.

کښتۍ چې اکثره بزګران پکې سپاره وو د نایجیریا په شمال لوېدیځ کې د زمفارا ایالت په یوه سیند کې هغه مهال ډوبه شوه چې بزګرانو خپلو کروندو ته د رسېدو هڅه کوله.

امینو نوهو فلاله، چې د ژغورنې د هڅو مشري یې کوله، ويلي: « دا دوهم ځل دی چې د ګومي په سیمه يیز حکومت کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.»

رویټرز راپور ورکړی چې د ٩٠٠ څخه زیات بزګران هره ورځ خپلو کروندو ته د رسېدو لپاره له دغه سیند څخه تېرېږي؛ خو په دا سيند یوازې دوه کښتۍ لري، چې ډیری وختونه د ګڼې ګوڼې لامل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د زمفارا ایالت د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په پايله کې سخت ځپل شوی او د نایجیریا د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، دوه اونۍ وړاندې سېلابونو په دغه هېواد کې تر ۱۰ زره ډېر ځايي اوسېدونکي بې ځایه کړي دي.