افغانستان

د ایراني چارواکو خبرداری: موږ به افغان کډوال توقیف او وشړو

د ایران د پيشوايي ښار د پولیسو قوماندان خبرداری ورکړی چې  افغان کډوال به چې د دغه هېواد چارواکي یې «بهرني اتباع» بولي، توقيف، زنداني او وشړي.

دغه ایراني چارواکي دا خبرداری هم ورکړی چې د دغه هېواد اتباع باید افغان کډوال ونه ګماري.

اکبر عربی د ایران له اېسنا خبری اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د غیر قانونی اتباعو (بې اسناده افغان کډوالو) ګمارنه به د قانوني چلند سره مخ شي».

هغه زیاته کړه چې کډوالو ته کور په کرایه ورکول، تجارت، پلورل او د دوی سره هر ډول تړون کول«سرغړونې» دي.

د پيشوايي ښار دپولیسو قوماندان همداراز ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې بې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان په پیاوړی توګه دوام لری.

دا په داسې حال کې ده، چې په ايران کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي چې په دغه هېواد کې له هر ډول تاوتريخوالي، ناوړه چلند، شکنجې او نيولو سره مخ دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسيون په کراتو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له خوا د دغو کډوالو د بشري حقونو پر درناوي ټینګار کړی او له دغو هېوادونو یې غوښتي چې د دغو کډوالو جبري اخراج ته د پای ټکی کېږدي؛ خو د ایران او پاکستان په څېر هېوادونو د هیواد د کډوالو په اړه خپل چلند نه دی بدل کړی.

له بلې خوا په ايران کې مېشت يو شمېر افغان ښځينه کډوالې وايي، سره له دې چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ او اخراج له ستونزو او همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ګواښونو، نيولو او ځورونو سره مخ دي؛ خو په ایران کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د دوی پر وړاندې بې پروا دی.