نړۍ

د هند د طبي پوهنتون د مشر او د پولیسو قوماندان پر ډاکترې د «د جنسي تېري او وژنې» په تور ونیول شول

د هند پولیسو د «آر جى کر» طبي پوهنتون رٸيس او د ټله کلکتې د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان پر یوې ډاکټرې د جنسي تېري او وژنې په قضیه کې نیولي دي.

د راپورونو له مخې، دا دوه کسان د قضیې د اصلي شکمن سنجي رای له محاکمې یوه ورځ وروسته چې د پولیسو پخوانی غړی و، ونیول شول.

تېره میاشت، پولیسو په کلکته کې د آر جى کر طبي پوهنتون په سیمینار خونه کې د ٣١ کلن ډاکټرې مړی وموند. دا ډاکټره تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.

دا پېښه په ټول هند کې د ډاکټرانو او نرسانو لخوا د پراخو لاریونونو لامل شوه او په ځینو ښارونو کې د طبي خدمتونو د ګډوډېدو لامل وګرځېدل.