نړۍ

د کرمان والي: ښوونځي د غیر رسمي بهرنیو زده کونکو د ثبت حق نه لري

د کرمان والي محمد مهدي فداکار اعلان وکړ چې د ښوونځي مدیران اجازه نه لري چې غیرقانوني کډوال زده کونکي ثبت کړي. نوموړي خبرداری ورکړ، چې که بې اسناده محصلین ثبت شي، له سرغړونکو مدیرانو سره به قانوني چلند وشي.

د مهر آژانس د خبر له مخې محمد مهدی فداکار د شنبې په ورځ وویل:« د بهرنیو اتباعو د ثبت موضوع په جدی توګه تعقیب شوی او د ښوونځیو مدیران د غیر مجاز اتباعو د ثبتولو حق نه لری. که دا ډول پېښې ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې تر ټولو زیات بې اسناده کډوال د افغانستان اتباع دي.

په ورته وخت کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال پر دوی د فشارونو د ډېرېدو خبر ورکوي. د دغو کډوالو له ډلې څخه د ځینو په وینا، آن له نانوایي څخه د ډوډۍ ترلاسه کول د دوی لپاره ستونزمن شوی او ډېری خلک نه غواړی چې کورونه کرایه ورکړی.

د کرمان څارنوال په وروستي اقدام کې پر کډولو د ډوډۍ خرڅول منع کړي او خبرداری یې ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره سخت چلند وشي.

د کرمان د څارنوال دغه پرېکړه له پراخو اعتراضونو او نيوکو سره مخ شوه او آن د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم پر دغه اقدام نیوکه وکړه.