افغانستان

د پاکستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې پنځه افغان کارګران مړه شوي

File photo.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د هرنايي ولسوالۍ په شهرګ سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د زهرجن ګاز د خپرېدو له امله د دوو ورونو په ګډون پنځه افغان کارکوونکي مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي دي چې دا پېښه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴ مه) د پاکستان په سویل لوېدیځ کې هغه مهال رامنځته شوه چې شپږ کان کیندونکي د ډبرو سکرو یوه خصوصي کان ته د خپل کار د پیلولو لپاره ننوتل.

د دغه هیواد سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د کار پر مهال په کان کې دننه میتان ګاز راټول شوی او د کارګرانو د هوش د لاسه ورکولو لامل شوی دی.

هغه کسان چې له کان څخه بهر وو، وروسته له هغه چې د کان له دننه څخه يې ځواب ترلاسه نه کړ، د کان قراردادي او سيمه ييزو پلټونکو ته يې خبر ورکړ. د ژغورنې ډلې سمدلاسه سیمې ته واستول شوې او د ورکو شویو مزدورانو د ژغورنې لپاره یې عملیات پیل کړل.

وروسته له هغه چې د ژغورنې ځواکونه ځای ته ورسېدل، معلومه شوه چې پنځو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. شپږم کس چې خان محمد نومېده، د پېښې په ځای کې بې هوښه موندل شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

د مړه شویو کسانو جسدونه هم سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او د پاکستان ځايي ډاکټرانو د مړو شمېر تایید کړی دی.

له دې پېښې وروسته د بلوچستان د کانونو لوی څېړونکي د دغه کان د تړلو امر کړى او د پېښې د لاملونو د څرګندولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

په دې پېښه کې مړه شوي افغان کارکوونکي رحمان شاه، شفیع الله، زبیرالله او مطیع الله نومېږي. د قربانیانو له ډلې څخه یو یې نا معلوم دی. سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د قربانیانو جسدونه به افغانستان ته ولېږدوي.