په ایران کې د افغان ښځو اعتراضي خوځښت په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې ملګري ملتونه او د نړۍ هېوادونه باید د «شعارونو او بې بنسټه راپورونو» خپرولو پر ځای د طالبانو سره له تعامله لاس واخلي.
دغه ښځينه لاريون کوونکې وايي، نړۍ بايد د افغان ښځو د ملاتړ لپاره جدي، سمدستي او عملي ګامونه پورته کړي.
له بلې خوا دغه اعتراض کوونکې مېرمنې زیاتوي چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې له هېڅ ډول تاوتریخوالي، جنایت، تبعیض، جنسي تېري، نیول، شکنجه، هدفي وژنې، د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کولو او له ټولنې څخه د ښځو په بشپړ شړلو کې دريغ نه دى کړى. او په ورته وخت کې دوی په ایران کې د اوسېدو له ستونزو سره هم مخ دي او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د دوی په اړه بې تفاوته دي.
دغه ښځې وايي چې په افغانستان کې د نن ورځې ستونزې د نړۍ لپاره چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو د حقونو دعوې کوي یو «تاریخي شرم» دی.
د دغو اعتراض کوونکو په پرېکړه ليک کې راغلي چې په هېواد کې نننۍ ستونزې ډېرې جدي، د افسوس وړ او په ٢١مه پېړۍ کې د «جنسيتي تبعيض» ښکاره بېلګه ده او بايد په رسميت وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یوه نوي قانون په تصویب سره د هېواد د اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو پر بشري حقونو او آزادیو سخت بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو په دغه قانون کې آن په عامه ځایونو کې د ښځې غږ اورېدل هم منع دي.
ملګرو ملتونو د طالبانو د نوي قانون په غبرګون کې سخته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه قانون په شخصي چلند پراخ محدودیتونه وضع کوي او په عملي توګه ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کوي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه قانون په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو چې په کې د ښځو لپاره د ټول بدن او مخونو د پټولو شرط هم شامل دی د سخت کمښت لامل شوی او په عام محضر کې د ښځو پر غږونو بندیز لګوي.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانو مېرمنو او نجونو د حقونو د محدودولو په اړه تر ۷۰ ډېر فرمانونه، لارښوونې او حکمونه صادر کړي، چې دوى يې له بنسټيزو حقونو بې برخې کړي دي.