افغانستان

 پاکستان او ایران په یوه ورځ کې ۱۰۰ کډوالې کورنۍ ايستلي

په یوه ورځ کې ۱۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د هېواد سل کډوالې کورنۍ پرون (شنبه د وږي ۲۴مه) له ایران او پاکستان څخه په جبري او اختياري توګه ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس زیاتوي چې ۳۳ کورنۍ د تورخم او ۳۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۲۰ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې افغانستان ته راستنې شوې او همدا راز ۱۶ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له پولې څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیس د دوی ټول شته ترې اخيستي او په تش لاس یې افغانستان ته لېږلي دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون احصایې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیلېدو راهيسې، د هېواد څه باندې ۶۰۰ زره اتباعو په پاکستان کې پناه غوښتې ده.

له بلې خوا ایراني چارواکو د وږى په دیارلسمه نېټه په یوه غونډه کې چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم پکې ګډون کړی و، له افغان کډوالو سره د چلند لپاره نوی پلان وړاندې کړ.

په همدې حال کې د ایران د البرز ښار والي مجتبی عبداللهي تازه ویلي چې یوازې په تېر کال کې څه باندې پنځوس زره افغان کډوال له دغه ښاره ایستل شوي دي.