افغانستان

 د بشري حقونو افغان فعالان: طالبان په افغانستان کې پر هزاره ګانو او شیعه ګانو د بریدونو مسٶل دي

د بشري حقونو یوې ډلې چې ځانونه « د افغانستان د بشري حقونوفعالان» بولي، په دایکندي کې پر ملکي وګړو د برید په غبرګون کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې پر هزاره ګانو او شیعه ګانو د بریدونو مسٶل دي.

د بشري حقونو دغو فعالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا بریدونه په هېواد کې د «ملتونو بشپړ او جزوي له منځه وړلو» په موخه ترسره شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو له راتګ وروسته د هزاره ګانو پر ضد تر ۳۰ ډېر منظم، هدفي او وسله وال بریدونه شوي او وروستی برید د هزاره ګانو د «بشریت ضد جنایت» او «نسل وژنې» ښکاره بېلګه ده.

د دغو فعالانو په وینا، د شیعه شخصي احوالو قانون لغوه کول، له ښوونيز نصاب څخه د جعفري فقهې لرې کول، له کتابتونونو د شیعه کتابونو راټولول، د هزاره اوسېدونکو جبري کډوالي او د هغوی د ملکیتونو غصبول، د هغوی نیول او شکنجه کول، د طالبانو په زندانونو کې د هزاره نجونو ساتل او د دغې توکمیزې ډلې پر وړاندې د کرکې خپرول دا ټول د دې لپاره شوي چې د هزاره ګانو له منځه وړلو او په نښه کولو ته زمینه برابره کړي.

دوی وايي چې طالبان غواړي د یوې خبرپاڼې  په خپرولو سره د دغو پېښو مسوولیت پر داعش واچوي. په داسې حال کې چې پخپله طالبانو تل ادعا کړې چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري.

طالبانو ويلي د پنجشنبه په ورځ په دایکندي کې د هېواد پر هزاره وګړو په برید کې ۱۴ تنه وژل شوي دي، خو داعش چې د دې پېښې مسٶليت يې پر غاړه اخيستى وايي چې په دې بريد کې يې ١۵ تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

دغه برید له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوى.

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه برید په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې باید هزاره ګان خوندي شي.

دغه بنسټ له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره اړیکې لري، غوښتي چې د هزاره ګانو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي او په دغه هېواد کې د «ترسره شویو جرمونو» د حساب ورکوونې د پياوړتيا لپاره ګام پورته کړي.