افغانستان

 د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید هزاره ګان خوندي شي

د بخښنې نړیوال سازمان په دایکندي کې په یوه برید کې د هېواد د هزاره وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې باید د هزاره ګانو امنیت خوندي شي.

دغه سازمان پر اېکس ياد برید غندلی او ویلي یې دي چې د دغه برید عاملین باید ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي او د هزاره ټولنې د لا زیانمنېدو څخه د ساتنې لپاره باید لازم اقدامات ترسره شي.

د دې سازمان په وینا، دا بریدونه د ۲۰۱۵ کال راهیسې د «د قصدي او تنظیم شویوبریدونو د پراخو نمونو یوه برخه ده» چې په افغانستان کې په مذهبي ځایونو، ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې هزاره وګړي په نښه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي اړتيا ده چې د نړیواله ټولنه د نړیوال قانون له مخې د بشري حقونو او جرمونو پراخه او جوړښتي سرغړونو سره د مبارزې لپاره د خپلواک او قوي حساب ورکوونې د جوړښت لپاره هڅې وکړي.

طالبانو ویلي دي چې په دایکندي ولایت کې د پنجشنبې په ورځ (وږي ۲۲مه) پر هزاره وګړو په ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي. خو داعش ویلي چې په دغه برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دا برید څنګه ترسره شو؟

د دایکندي پر هزاره ګانو د برید د قربانیانو یو شمېر خپلوانو د آمو ته ويلي، برید د دوو موټر سایکل سپرو لخوا چې ځانونه یې د طالبانو غړي معرفي کول، ترسره شوى دى.

د دوی په خبره دغه کورنۍ د اربعین زيارت کوونکو د هرکلي په موخه له دايکندي څخه غور ته پر لار وو.

د قربانيانو د خپلوانو په وينا، د پنجشنبې په ورځ ماسپښين کله چې د دغو کسانو موټر د دایکندي ولايت د سنګتخت ولسوالۍ د قریودال کلي ته راورسېدل، دوو موټرسایکل سپرو وسله والو یې مخه ونیوله او نارینه مسافر یې د يادګاري عکس اخيستلو په پلمه له موټره ښکته کړل او بیا یې پرې ډزې وکړې.

د قربانيانو خپلوان چې د پېښې عيني شاهدان هم دي وايي چې دواړو موټرسايکل سپرو ځانونه د طالبانو غړي معرفي کړي وو.

د پېښې د قربانيانو يو شمېر خپلوانو د پېښې د عيني شاهدانو په حواله آمو ته ويلي، چې ټول قربانيان د خپلو ښځو او ماشومانو د سترګو په وړاندې په ډزو ويشتل شوي دي.

د قربانیانو خپلوان وايي، چې په دې برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

 د يادولو وړ ده، چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول هزاره او شيعه وګړي دي.