نړۍ

په سومالیا کې په دوو چاودنو کې درې تنه ووژل شول

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په دوو جلا جلا چاودنو کې درې تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنې د سړک غاړې د بمونو له امله رامنځته شوې، چې ډېرى یې د موګادیشو په جنوب ختیځ کې د کاهدا په ولسوالۍ کې د ځایي خلکو لخوا کارول کیږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه بمونه د موګاديشو د جنوب ختيځو سيمو تر منځ د لويې لارې په اوږدو كې په داركينلي او كاهدا سيمو كې ځاى پر ځاى شوي وو.

په موګادیشو کې یوه امنیتي چارواکي ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي او سړک یې د ترافیکو او پلټنو لپاره تړلى کړی دی.

تر اوسه په سومالیا کې کومې ډلې د دغو دوو چاودنو مسوولیت نه دی منلی. خو تر دې مخکې له القاعده شبکې سره تړلې الشباب ډلې په تېر کې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د ورته بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

سومالیا له کلونو راهیسې ناامنه ده او اصلي ګواښونه پکې د الشباب او نورو ډلو لکه داعش لخوا رامنځته کېږي.

 د يادولو وړ ده، چې الشباب له ۲۰۰۷ کال راهیسې په دغه هېواد کې د سومالیا له حکومت او د افریقايي ټولنې له انتقالي ماموریت سره په جګړه بوخت دی.

الشباب وروسته له هغې چې د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد د دغې ډلې پر ضد د هر اړخېزې جګړې اعلان وکړ، په دغه هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي.