افغانستان

ترکيې په غور کې پر ملکي وګړو بريد وغانده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په غور کې پر ملکي وګړو د برید په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې دغه برید په کلکه غندي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو زیاته کړې: «موږ په دایکنډي کې د ترهګريز برید له امله خواشیني یو.» 

طالبانو ويلي د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) د دايکندي – غور پر لاره پر يو شمېر هزاره ګانو په بريد کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

خو داعش ډله چې د دې پېښې مسوولیت یې منلی وايي چې په دې برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه برید له پراخو داخلي او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.