د بشري حقونو د څار سازمان په دایکندي ولایت کې پر هزاره ګانو د پنجشنبې د ورځې د بريد په غبرګون کې په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې په افغانستان کې باید هزاره ګان خوندي شي.
دغه بنسټ له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره اړیکې لري، غوښتي چې د هزاره ګانو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي او په دغه هېواد کې د «ترسره شویو جرمونو» په اړه حساب ورکوونه پیاوړي کړي.
په دغه خبرپاڼه کې له طالبانو همداراز غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ټولو زیان منونکو ټولنو او شیعه ګانو د ساتنې لپاره سمدستي اغېزمن ګامونه پورته کړي.
طالبانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په دایکندي ولایت کې د هزاره ګانو په ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
خو داعش چې د دې پېښې مسووليت يې پر غاړه اخيستى وايي چې په دې بريد کې يې ١٥ تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټنګښت وروسته، د داعش خراسان څانګې د هزاره ګانو پر ضد د لږ تر لږه ۱۷ بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی، چې په ترڅ کې يې تر ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا دې سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ له دفتر څخه چې دا مهال د طالبانو او داعش خراسان څانګې لخوا د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنه کوي، مالي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالو سازمانونو غوښتنې ته په پام د دې هېواد په اړه یو نړیوال جوړښت رامنځته کړي، څو د دغو سرغړونو او د نورو جدي سرغړونو په اړه حساب ورکوونې ته وده ورکړي.