افغانستان

 ارغواني شنبو غورځنګ: داعش او طالبان په «قصدي توګه» هزاره ګان وژني

په دايکندي کې پر هزاره ګانو د ډزو په غبرګون کې د ارغواني شنبو غورځنګ ويلي، چې طالبان او داعش «په ګډه او قصدي ډول» پر هزاره ګانو ظلم کوي او وژني يې.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ وايي، په دایکندي ولایت کې پر هزاره ګانو برید په افغانستان کې د «د جبري کډوالۍ، کمزوري کولو او د هزاره ګانو او شیعه ګانو د مذهبي او قومي تخریب د ځپونکې تګلارې یوه برخه ده او طالبان په دې برخه کې له داعش سره په ګډه فکري ورته والى لري.»

طالبانو ويلي پنجشنبې په ورځ د (وږي په۲۲مه) د دايکندي – غور پر لاره پر يو شمېر هزاره ګانو په بريد کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

خو داعش ډله چې د دې پېښې مسوولیت یې منلی، وايي چې په دې برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

په عین حال کې، د ارغواني شنبو غورځنګ وايي چې طالبان په«جوړښتي» توګه هزاره ګان تر فشار لاندې نيسي او د دوی مذهبي او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، او داعش ډله په ښکاره تاوتریخوالي سره د هزاره ګانو «عام وژنه» او پر دوى مستقیم هدفي بریدونه ترسره کوي.

دغه حرکت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له مدني ټولنې، فرهنګپالو او د هېواد له روڼ آندو څخه غوښتنه کړې چې د دغه «وحشیانه جنایاتو» پر وړاندې ودرېږي.

په دايکندي ولايت کې پر هزاره ګانو بريد د کورنيو او نړيوالو سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوى دى.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه پېښه «وحشیانه» بللې او غندلې یې ده.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دغه برید په غبرګون کې په دې برخه کې د څېړنو غوښتنه کړې ده.