په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ایران او پاکستان پرون (جمعه، د وږي ۲۳مه) ۳۵۵ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول ایستلې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس زیاتوي چې ۲۹ کورنۍ د تورخم او ۳۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانې شوي دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۷۵ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې او دغه راز ۲۲۰ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیس د دوی ټول شته اخيستي او په تش لاس یې افغانستان ته لېږلي دي.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون احصایې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیلېدو سره، د دغه هېواد څه باندې ۶۰۰ زره اتباعو په پاکستان کې پناه اخيستې ده.
له بلې خوا ایراني چارواکو د وږي په دیارلسمه په یوه غونډه کې چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم پکې ګډون کړی و، له افغان کډوالو سره د چلند لپاره نوی پلان وړاندې کړ.
په همدې حال کې د ایران د البرز ښار والي مجتبی عبداللهي په دې ورستيو کې ویلي چې یوازې په تېر کال کې څه باندې پنځوس زره افغان کډوال له دغه ښاره ایستل شوي دي.