د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک (جمعه، د وږي ۲۳مه) په یوه نوي خبري کنفرانس کې ويلي چې د دغه سازمان سرمنشي په دایکندي ولایت کې پر هزاره ګانو د پنجشنبې د ورځې «وحشیانه» بريد غندلى دى.
هغه په دې غونډه کې ويلي چې انتونیو ګوترش یو ځل بیا د ملکیانو پر خونديتوب ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم دغه برید غندلی او په دې برخه کې یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
طالبانو ويلي په دایکندي ولایت کې د هزاره ګانو پر یوه موټر په ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
خو داعش د دې پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغې پېښې د قربانيانو يو شمېر خپلوانو په ټليفوني اړيکه کې آمو ته ويلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ٢٢مه) ماسپښين د يو شمېر هزاره کورنيو د سپرلۍ موټر د دایکندي ولسوالۍ د سنګ تخت د قاریودال کلي ته ورسېد، د دوو موټر سايکل سپرو لخوا ودرول شو او له دوى سره د يادګاري عکس اخيستلو په پلمه له موټر څخه ښکته شول او بيا يې پرې ډزې وکړې.
د قربانيانو خپلوان چې د پېښې عيني شاهدان هم دي وايي چې دغو دوو موټرسايکل سپرو ځانونه د طالبانو غړي معرفي کول.
د دوی په خبره دغه کورنۍ د اربعین زيارت کوونکو د هرکلي په موخه له دايکندي څخه غور ته پر لاره وو.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پېښې د قربانيانو جسدونه تېره ورځ (جمعه، وږي ٢٣مه) په دايکندي ولايت کې خاورو ته وسپارل شول.
یو شمېر سیاسي جریانونو، څېرو او د بشري حقونو فعالانو دا پېښه«خونړۍ» بللې او د هزاره ګانو د نسل وژنې یوه بېلګه یې بللې ده.