ښځې

د هيلو کړکۍ غورځنګ: د دایکندي پر هزاره ګانو د بریدونو عاملین باید مجازات شي

 د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ د دایکندي ولایت پر هزاره ګانو د برید په غبرګون کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغې پېښې د عاملینو د مجازات کولو او په هېواد کې د «جنسيتي تبعیض» په رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه.

دغه غورځنګ وايي: « په جوماتونو، ښوونځيو، لوبغالو، ښارونو او کلیو کې د خپلو مذهبي مراسمو پر مهال هزاره وګړي د قوم او مذهب له امله وژل کېږي او د هېواد په هېڅ ځای کې آرام او خوندي نه دي.»

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم په هېواد کې د څه دپاسه شلو«ترهګرو» ډلو د فعاليت زمينه برابره شوې ده.

 د ښځو د هيلو کړکۍ د غورځنګ زیاتوي: «طالبان چې د خپله د ترهګرو او تروريزم ملاتړ کوي، نه یوازې دا چې د خلکو امنیت نه تامینوي، بلکې د امنیت په دروغجنو شعارونو سره د نړۍ فکرونو منحرفوي.»

دغه غورځنګ وايي چې غړو يې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د «بشريت ضد جنايت تر سرليک لاندې» د هزاره ګانو د نسل وژنې د رسميت پيژندلو په موخه په دېوال ليکنې او اعتراضي پروګرامونه پيل کړي دي.

د هېواد د ښځو دغه اعتراضي خوځښت له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې دې جنایت له پامه ونه غورځوي او د هزاره ګانو نسل وژنه دې په رسمیت وپېژني.

د دایکندي پر هزاره ګانو په برید کې چې داعش ډلې یې پړه پر غاړه اخیستې، طالبانو ویلي چې ۱۴ تنه پکې وژل شوي؛ هغه برید چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

د ملي مقاومت شورا دغه برید مرګونى بللی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ سره د «خلکو وژل» تر بېلابېلو عنوانونو لاندې دوام لري.