په داسې حال کې چې د طالبانو نوی قانون نارینه او ښځې له یو بل سره له ناستې او خبرو منع کوي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه په مسکو کې د روسیې د کلتور له وزیر الګا لوبیمووا سره وکتل.
د روسیې د کلتور وزیرې په خپل ټیلیګرام چینل کې اعلان کړى چې په دې لیدنه کې دوی د «دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکارۍ پیاوړتیا» په ګډون د موزیمونو او لرغون پېژندنې موسسو ترمنځ د اړیکو او همدارنګه د پوهنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.»
د طالبانو د امربالمعروف قانون د ځینو مادو له پلي کېدو سره سره، چې ښځې پر مخ پټولو مکلفوي او آن د ښځو غږ د «عورت» په توګه تعریفوي، راپورونه ښیي چې د ځينو طالب چارواکو له بهرنیو ښځو سره په غونډو کې برخه اخیستې ده.
د خپرو شويو راپورنو له مخې، چې وږي په ٩مه، د خپاره شوي، ښيي، په تېرو لسو ورځو کې د يو شمېر طالب چارواکو له خوا د دغه قانون له پنځو مادو څخه سرغړونه شوې ده.
په ځانګړې توګه د دغه قانون ۱۹ ماده چې د نارینه او ښځو تر منځ هر ډول ګډې ناستې او خبرې اترې منع کوي، داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې له پامه غورځول شوي دي. په همدې حال کې افغان اتباعو د دغه قانون پر تبعیضي تطبیق نيوکه کړې ده.
د ښځو د حقونو فعالې هدیه صاحبزاده له آمو سره په مرکه کې وویل: «د افغان ښځو په اړه د طالبانو تګلاره له هغو ښځو سره توپیر لري چې له نورو هېوادونو څخه دې هېواد ته د خبرو اترو لپاره راځي. کله چې له خارجه یوه ښځه دلته( افغانستان) راځي او د طالبانو له پلاوي سره خبرې کوي، آيا د افغان ښځو محرومیت تر پوښتنې لاندې نه راځي؟ دا بندیزونه یوازې له ټولنې څخه د افغان ښځو د بشپړ ایستلو لپاره دي.»
که څه هم د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون پر تطبیق ټینګار کړی؛ خو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د دغه قانون په اړه توند غبرګونونه ښودلي دي.