افغانستان

طالبانو په غور کې پر ملکي وګړو وسله وال برید وغانده 

FILE PHOTO: Taliban spokesman Zabihullah Mujahid speaks during a news conference in Kabul, Afghanistan November 10, 2021. REUTERS/Ali Khara

په غور کې پر ملکي وګړو د وسله وال برید په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی دغه برید په کلکه غندي.

هغه وويل چې په دې بريد کې ١۴ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

طالبان وايي دا برید د «بشریت د دښمنانو» له خوا په وحشیانه ډول ترسره شوی دی.

بلخوا داعش تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه بريد مسووليت منلى او ادعا يې کړې چې په دې بريد کې يې ١۵ کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

تر دې وړاندې سرچينږ هم يو نوملړ آمو ته لېږلى و او ويلي وو، چې د غور ولايت په «خمي» سيمه کې د دايکندي ولايت پر اوسېدونکو د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ١۴ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) له غرمې وروسته رامنځته شوه.