افغانستان

ریچارډ بینټ: په غور کې «د هزاره ګانو وژنه» د «نړیوالو جنايتونو» بېلګه ده

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په غور کې د پنجشنبې ورځې برید ته په غبرګون کې ويلي «د دایکندي د هزاره ګانو چې غور ته يې سفر کاوه وحشتناکه ډله ییزه وژنه د نړیوالو جنايتونو بېلګه ده.»

هغه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل چې د هغو بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی چې داعش خراسان یې پړه پر غاړه اخلي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د دغو بریدونو د مخنیوي، ساتنې او نړیوال غبرګون پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په افغانستان کې هزاره ګان په پرله پسې ډول د سخت دریځو ډلو له خوا په نښه شوي او د دوی د امنیت په اړه ګڼې اندېښنې شته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غور په بريد کې د دايکنډي ١۴ اوسېدونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. دغه کسان له کربلا څخه د راستنو شويو زاٸرينو د هرکلي لپاره غور ته تللي وو.