د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په غور ولایت کې د دایکندي پر اوسېدونکو برید په «کلکه» وغانده.
د ایراني رسنیو په وینا ښاغلي کنعاني د دې پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره د «سمدستي» اقدام غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دغه برید «ترهګریز» بللی دی.
دسرچينو په وينا، په غور ولايت کې دپنجشنبې په ورځ په بريد کې لږ ترلږه ١٤ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د دې پېښې ټول قربانیان د دایکندي ولایت د سنګ تخت ولسوالۍ اوسېدونکي وو.