افغانستان

په ایران کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ پر نه پلورلو د موسوي نیوکه 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سید رسول موسوي په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ نه پلورلو پر پلان نیوکه وکړه.

 ښاغلي موسوي نن (جمعه وږي ۲۳مه) پر اېکس د یوې تابلو د انځور په خپرولو سره د لويې څارنوالۍ پر کړنې چې پر افغان هېوادوالو د ډوډۍ پلورل منع کړي دي، نيوکه کړې ده.

ښاغلي موسوي پر اېکس  د ابوالحسن خرقاني په نامه د یوه مشهور فقیه کیسه را نقل کړې ده او لیکلي یې دي: «څوک چې دې کور ته ننوځي، هغه ته ډوډۍ ورکړئ او د هغه د ایمان پوښتنه مه کوئ. هغه څه چې د الله تعالی په دربار کې په ژوند ارزي، البته چې د بول الحسن په ډوډۍ ورکولو ارزي. له دې تاریخ، فرهنګ، شرافت او تصوفه څه تېر شوي چې موږ داسې شوي یو؟»

ایران هڅه کوي چې یو شمېر افغان کډوال د اوسېدو د اسنادو د نشتوالي له امله له دغه هېواده وباسي.

ویل کیږي چې د دې اقدام یوه برخه پر هغو افغان اتباعو فشار اچول دي چې په ایران کې کډوال دي.