د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د سومالیا داعش د خراسان له داعش سره مالي مرستې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د سوماليا داعش د خپل لوړ عاید له امله د داعشي شبکې یوه مهمه برخه ګرځیدلې چې په عمده توګه يې جبر له لارې ترلاسه کوي.
په راپور کې راغلي: «ویل کېږي چې دغې ډلې (سوماليا-داعش) په افغانستان کې د داعش-خراسان په څېر ډلو ته پیسې استولې دي.»
د راپور پر بنسټ، د داعش خراسان څانګې د دغو فعاليتونه د دې لامل ګرځېدلى چې امريکا د داعش-سوماليا مالي شبکې ته زياته پاملرنه وکړي.
د راپور له مخې، د تېر کال په جون میاشت کې د امریکا پوځ د پنټلنډ په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې له امله یې د بلال السودانی په نوم د «القرار» دفتر یو مهم کس پکې ووژل شو.
په راپور کې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټین په حواله ویل شوي چې السوډاني په افریقا کې د داعش د مخ پر ودې حضور د پیاوړتیا او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د دغې ډلې د عملیاتو د تمویل مسوول و.
خو د کړکېچ نړیواله ډله وايي تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه عملیاتو تر کومه حده د داعش-سومالیا مالي شبکه ګډوډه کړې ده.
په راپور کې راغلي:«کورنیو او بهرنیو امنیتي چارواکو اشاره کړې چې داعش-سومالیا اوس هم مالي لېږدونه ترسره کوي، که څه هم دا ډله د الشباب په پرتله په کوچنۍ پیمانه فعالیت کوي، مګر الشباب داسې نه ښکاري چې جهادیانو ته په ورته ډول د بهر څخه لاس رسی ولري.»
راپور زیاتوي، چې د روان کال په مى میاشت کې امریکا یو ځل بیا پر داعش-سومالیا برید وکړ او د هغوی درې وسله وال یې ووژل.
په راپور کې ویل شوي: «دغې ډلې په افریقا کې خپلو څانګو او آن افغانستان ته پیسې استولې دي. په سومالیا کې، د هغې اصلي ننګونکي – الشباب او د پنټلینډ چارواکي – توانیدلي چې د دې خپرېدو مخه ونیسي، خو په دې نه دي توانېدلي چې په بشپړه توګه یې له منځه يوسي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داعش خراسان څانګې په غور ولایت کې پر ملکي وګړو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په دغه بريد کې چې پرون (پنجشنبه، ٢٢ وږي) د غور ولايت په «خمي» سيمه کې د دايکندي پر اوسېدونکو ترسره شو، ١٤ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.