د خیبر پښتونخوا وزیر علي امین ګنډاپور د پاکستان له فدرال حکومت وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره دې افغانستان ته یو پلاوی واستوي.
تر دې مخکې د پاکستان فدرالي حکومت او متحدینو یې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د یو اړخېزو خبرو د پرمخ بیولو په اړه د علي امین ګنډاپور د څرګندونو له امله سختې نیوکې کړې وې او هغه یې د خپل واک له حدودو څخه په تېري تورن کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي بهرنۍ پالیسي په بشپړه توګه د فدرال حکومت په واک کې ده.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یوې خبري غونډې کې ټينګار وکړ،«بهرنی سیاست یوه فدرالي موضوع ده او دا د پاکستان د حکومت ځانګړی حق دی چې تعقیب یې کړي.»
هغې همدارنګه څرګنده کړه چې د دولتي چارواکو په ګډون اشخاص کولای شي په شخصي توګه بهر ته سفر وکړي، خو دا سفرونه باید د حکومت له خوا د تایید شویو ماموریتونو په توګه تعبیر نه شي.
تر دې وړاندې ښاغلي ګنډاپور د خیبر پښتونخوا له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي و چې غواړي له افغان طالبانو سره د سولې خبرو ته کېني او له هغوی یې وغواړي چې په خیبر پښتونخوا کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې علي امین ګندپور په پېښور کې د طالبانو له کونسل سره تر لیدو وروسته له فدرالي حکومته غوښتي چې له طالبانو سره د سولې لپاره یو پلاوی کابل ته واستوي.
ښاغلي ګنډپور ډان نیوز ته ويلي، «د دواړو خواوو خلک د تروریزم پر وړاندې د جګړې له امله زیانمن شوي دي.
هغه زیاته کړه چې سیمه ییزه سوله د پاکستان او افغانستان په ګټه ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د ګنډاپور پر څرګندونو نیوکه کړې او هغه یې پر «فدرالي حکومت مستقیم برید» بللي دي.
هغه د دغه هېواد د پارلمان یوې غونډې ته وویل، «هیڅ ايالت حق نه لري چې له کوم بهرني هېواد سره مستقیمې خبرې وکړي.»
پاکستان په ځلونو افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پى) په ملاتړ تورن کړي دي؛ خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې تحریک طالبان پاکستان د دغه هېواد کورنۍ مسٸله ده.