د افغانستان کرېکټ بورډ د سویلي افریقا پر وړاندې د درې پنځوس اوریزو سیالیو لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ نړیوال ستوری راشد خان هم په دغه نوملړ کې دی.
د نوملړ له مخې، ابراهیم ځدران او مجیب الرحمن به د ټپ له امله په دغو سیالیو کې ګډون نه کوي.
حشمت الله شهیدي به د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پرغاړه ولري.
په دغه سياليو کې نورو لوبغاړو هم ګډون کړی دی چې رحمت شاه زرمتی، رحمان الله ګربز، اکرام علی خېل، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسول، عظمت الله عمرزی، محمد نبی، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نويد ځدران او فرید احمد ملک شامل دي.
دغه لړۍ به د وږي په ۱۹مه( سيپټيمبر ١٩مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي او د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ به درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره شي. دویمه او دریمه لوبه به په ترتیب سره د وږي په ٣٠مه او د تلې په لومړۍ نېټه ترسره شي.
افغانستان د ۵۰ اوریزو سیالیو په لړۍ کې دوه ځلې له سویلي افریقا سره مخامخ شوی، خو دواړه لوبې د سویلي افریقا په ګټه پای ته رسېدلې دي. افغانستان تر دې دمه سویلي افریقا او هند ته چې د کرېکټ دایمي غړي دي، په ماتې ورکولو کې پاتې راغلی دی.