افغانستان

برېټانيا له افغانستان سره د شپږ ميليونو پونډو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، برېټانیا له افغانستان سره شپږ میلیونه پونډه مرسته وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق ویلي، دغه مرستې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، برېټانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق د رامنځته کېدو راهیسې افغانستان سره د ۳۰۴ میلیونه پونډه مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان په يوه تازه راپور کې ويلي، په افغانستان کې ۸۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته دي.