افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې ۲۷۰ کډوالې کورنۍ ايستلي

په یوه ورځ کې شاوخوا ۲۷۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ایران او پاکستان د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۱ مه) ۲۶۹ کډوالې کورنۍ له هېواد څخه په «جبري ډول او خپله خوښه» ايستلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه اژانس وايي، ۱۸ کورنۍ د تورخم او ۳۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د راپور له مخې، ۸۹ کورنۍ د پل ابرېشم او ۱۲۳ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه یو شمېر راستنې شوې کورنۍ وايي چې پولیس د دوی ټول مالونه اخلي او په تش لاس یې افغانستان ته لېږي.

په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون اټکل کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړى له ۶۰۰ زرو څخه زیاتو افغانانو په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

له بل پلوه، ایراني چارواکو د وږي په ۱۳ مه په یوه غونډه کې چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم په کې ګډون درلود، د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره نوی پلان وړاندې کړ.

په همدې حال کې د ایران د البرز ښار والي مجتبی عبداللهي وايي، یوازې تېر کال له دغه ښاره څه باندې ۵۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.