د ایران د البرز ښار والي مجتبی عبداللهي وايي، په تېر کال کې څه باندې پنځوس زره افغان کډوال چې ایراني چارواکي یې معمولاً «غیر قانوني بهرني اتباع» بولي، د البرز ښار له لارې ایستل شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ښاغلي عبداللهي همداراز وویل: «د سمو معلوماتو په لرلو سره باید د افغان ـ ځپنې له موضوع سره مبارزه وکړو، ځکه د قانون په چوکاټ کې د اتباعو د تنظیم پروسه روښانه ده او عملي کېږي.»
هغه ټینګار وکړ چې په ایران کې د هغو کډوالو د شتون په اړه چې د اړوندو قوانینو له مخې اسناد لري، روښانه دریځ نه لري. مګر دوی به بې اسناده کډوال وپیژني، راټول او وشړي.
دغه ایرانی چارواکی زیاتوي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۷زره۹۱۵ بې اسناده کډوال د البرز ښار له لارې له پولې تېر شوي او له تېر کال راهیسې تر ۵۰ زره ډېر کډوال له اسنادو پرته د دغه ښار له لارې ایستل شوي دي.
مجتبی عبداللهي وايي: البرز له غیر قانوني بهرنیانو سره د مقابلې په برخه کې په هېواد کې لومړی مقام ګټلی او د بهرنیو اتباعو په اړه بشپړ معلومات لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، اوسمهال په ایران کې شاوخوا څلور نیم میلیونه کډوال مېشت دي. خو ایراني رسنۍ دا شمېره تر دې هم ډېره لوړ بولي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، په ایران کې ۸ میلیونه افغانان ژوند کوي، چې له ۴ میلیونو ډېر یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د یادولو وړ ده چې د ایران حکومت اعلان کړی چې د روان هجري لمریز کال (د مارچ تر ۲۰ مې نیټې) پورې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروګرام بشپړ کړي.