افغانستان

طالبان: په دیني مدرسو کې له ۳،۶ میلیونو زیات خلک پر زده کړو بوخت دي

A jihadi madrassa recently established by the Taliban in Takhar province in north-eastern Afghanistan.

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بنديز ترڅنګ، د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د «اسلامي زده کړو» ۲۱زره۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي چې پکې ۳.۶۹ میلیونه کسان پکې پر زده کړو بوخت دي.

د دې په پرتله طالبانو په هېواد کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو شمېر ۱۸زره۳۳۷ اعلان کړى دی.

طالب چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د اسلامي زده کړو په مرکزونو کې ۱۹زره۶۹۹ مدرسې، يو زرو ۲۷۷ دارالحفاظ، ۱۱۵ دارالعلوم او ۳۹ یتیم خانې شاملې دي.

طالبانو څرګنده نه کړه چې ایا دا دیني بنسټونه د دوی د واکمنۍ په وروستیو دریو کلونو کې جوړ شوي او که د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال جوړ شوي مرکزونه هم په کې شامل دي.

طالبانو همدارنګه ویلي چې د اسلامي زده کړو په ریاست کې د ۱۰۰زره منظور شویو بستونو لپاره د ګمارنې لړۍ روانه ده.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ښوونیزو موسسو کې د شاملو زده کوونکو شمېر ۱۰،۹۱ میلیونو تنو ته رسېږي چې په ۱۸زره۳۳۷ ښوونځیو کې زده کړې کوي. د دې شمېر څخه، په تېرکال کې له ١.٤ ملیون څخه ډیر خلک ښوونځیو کې شامل شوي دي.

طالبانو نجونې د پوهنتون ته د تګ او د کانکور په ازموینو کې د ګډون څخه بې برخې کړې دې. تېره میاشت د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري څانګې (یونسکو) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې که د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې دغه بنسټ ۳۸۹ زره ۲۰۰ کارکوونکي لري، چې ۲۴۱ زره ۱۲۱ تنه یې ښوونکي او پاتې نور یې په اداري او معاونیتونو کې کار کوي.

سربېره پردې، طالبانو د کوچیانو لپاره د ۱۲۳ ښوونځیو او ۱۵۹ محلي ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ، چې اوس مهال په کې ۴۱زره۸۲۴ کوچیان په زده کړو بوخت دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې په یو کال کې شل زره هغه کسان چې له داخلي او خارجي مدرسو فارغ شوي دي ترې د سويې د تثبيت ازموینه اخیستل شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له لومړي څخه تر دوولسم ټولګيو پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، ۶۱۷ زره ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه د «اسلامي زده کړو» مرکزونو او ۲۹۴ زره ۶۴۱ ټوکه کتابونه د «سواد زدکړو» لپاره چاپ او ویشل شوی دی.

دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کیږي چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښوونځي ته له تګ منع شوي دي.