د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په البانیا کې د افغان ښځو په یوه غونډه کې وویل چې طالبان غواړي د ۹۰ لسيزې سیاستونو ته ستانه شي.
آغلې امیري وايي، طالبانو اوس حتی خپله «هیله بښونکې وینا» هم څنډې ته غورځولې ده.
د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي چې د طالبانو فکر د افغان ولس فکر نه دی او هغه څه چې طالبان په دغه هېواد کې کوي پراخ اغېز لري او پر راتلونکو نسلونو به اغېز وکړي.
رینا امیري زیاته کړه چې د بشري حقونو او ښځو په اړه د طالبانو چلند هم په افغانستان کې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.
نوموړې وايي، افغان مېرمنې له تېرو شلو کلونو راهيسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. خو د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د دوی د مبارزې ټولې لاسته راوړنې او پایلې له منځه ولاړې.
آغلې امیري همداراز زیاته کړه چې طالبانو د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس (ښځې) له متن نه خاشيې ته کړي او هېواد یې د افراطیت پر لور سوق کړى دی.
د البانیا کنفرانس په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په اړه د ښځو تر ټولو لوی کنفرانس دى چې د هسپانیا او سویډن په کوربه توب جوړ شوى دى.
په دې ناسته کې د افغانستان له سلو څخه زیاتو ښځو ګډون کړی دى.