ښځې

د ښځو د اعتراضي خوځښتونو خپلواک ایتلاف: د افغان ښځو مبارزه د نړۍ له ملاتړ برخمنه نه ده

د افغانستان د اعتراضي خوځښتونو او مدني بنسټونو خپلواک ائتلاف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان ښځو خپلسري اعتراضي حرکتونه او مبارزې «هیڅکله د کورنیو سیاسي ډلو، نامتو ملي شخصیتونو او نړیوالو بنسټونو له خوا نه دي ملاتړ شوي.»

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «سیاسي مشران، نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه هم په پوره بې غورۍ سره پر مبارزینو او مدني فعالانو له ظلم، استبداد، خپلسري نیولو او شکنجه کولو څخه تېر شوي دي».

دغه ایتلاف زیاتوي، چې دا مهال د نامعلومو بنسټونو په نوښت په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼې غونډې کېږي، چې د ټولو «اعتراض کوونکو او اصلي مبازينو»اندېښنې راپارولي دي.

دغه بنسټ وايي، د اعتراضي خوځښتونو، مدني بنسټونو او د«حقیقي اعتراض کوونکو» له شتون پرته هر ډول بهیر یا غونډه «نیمګړی، نابشپړه او نامشروع» ده او د افغان مېرمنو له مبارزاتي ارزښتونو پر سر جوړجاړی ګڼل کېږي.

د افغانستان د اعتراضونو او مدني بنسټونو خپلواک ایتلاف همداراز زیاته کړې، هره ناسته چې د اجنډا، اهدافو او د کوربه په اړه له معلوماتو پرته ترسره کېږي، یو «مشکوک عمل» دی او دغه ایتلاف د افغان ښځو د مبارزې د مصادرې په اړه، چې په مدني او سیاسي فضا کې د ګټو غوښتونکو بنسټونو او شخصیتونو ګټه ده، اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په راتګ سره په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او د زده کړې د دوام په ګډون ټول اساسي حقونه ترې اخیستي او د نوي قانون په تصویب سره یې د «د امربالمعروف او نهى عن المنکر» تر سرليك لاندې نوی قانون تصویب کړ. چې دغه قانون د ښځو غږونه چې په عامه ځایونو کې چې نارینه شتون ولري حرام ګڼلي دي.