افغانستان

فوربس : طالبان غواړي د روسیې په مرسته د افغانستان هوايي دفاع سيسټم جوړ کړي

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

په داسې حال کې چې روسیه له طالبانو سره اړیکي ته دوام ورکوي، فوربس مجلې په یوه نوي راپور کې ویلي چې طالبان پلان لري چې د روسیې له تجهیزاتو سره د افغانستان هوايي دفاع سيسټم جوړه کړي.

دغه مجلې سه شنبه (وږي٢٠مه) لیکلي چې روسیې تر اوسه د طالبانو دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او د یمن حوثیانو او د لبنان حزب الله ته یې په پرمختللو توغندیو د سمبالولو غوروالى ورکړى دى.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې، له دوو کلونو څخه لږ وروسته چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ او د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته، طالبانو د افغانستان د بودیجې لویه برخه دفاع ته ځانګړې کړې ده.

د طالبانو د لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل، «په دې کې شک نشته چې افغانستان تر ټولو غوره هڅه کوي څو هوايي دفاعي سیستم ولري.»

د طالبانو د دفاع وزارت لوژستیک مشر عبدالبصیر صابري تر دې مخکې د روسیې خبري اژانس تأس ته ویلي و چې دوی غواړي له روسیې لخوا جوړ پوځي تجهیزات واخلي. ځکه روسیه د ټکنالوژۍ له پلوه په نړۍ کې تر ټولو پرمختللې پوځي وسلې لري.

ښاغلي صابري وویل، «په راتلونکي کې، پلان لرو چې د روسیې جوړ تجهیزات واخلو چې موږ ته  د هوایي دفاع د جوړولو وړتیا راکوي.” موږ لېواله  يو دا ډول وسلې لرو؛ ځکه روسیه د دې ټکنالوژۍ له پلوه په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی هېواد دی.»

د يادولو وړ ده، چې وړاندې رویټرز هم راپور ورکړی و چې د طالبانو د دفاع وزارت په دې وروستیو کې هڅه کوي چې له مسکو څخه د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول لپاره د هوايي دفاع تجهیزات واخلي.