د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نږدې دوه میاشتې پاتې دي، د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټ نوماندې کاملا هرېس د لومړي ځل لپاره په یوه تلویزیوني مناظره کې راڅرګند شول.
ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ويې ویل چې جوبایډن د وتلو په بهیر کې ښکېل چارواکي نه دي ګوښه کړي. هغه وايي چې د بایډن ادارې هیڅوک نه دی ګوښه کړی، او زیاته یې کړه چې “کله چې زه وګورم یو څوک بد کار کوي، ګوښه کوم يې”
خو کاملا هرېس وايي، ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال طالبان کمپ ډیویډ ته وربللي وو.
هرېس وویل، «هغه وخت ولسمشر طالبان کمپ ډیویډ ته وبلل. د امریکایانو په توګه موږ ته دا د تاریخي اهمیت ځای دی، هغه ځای چې موږ د امریکا د ډیپلوماسۍ د ارزښت ستاینه کوو. هغه ځاى چې موږ د نړۍ محترمو مشرانو ته بلنه ورکوو او منو او دغه پخواني ولسمشر د خپل ولسمشريزې دورې پر مهال هغوی (طالبان) کمپ ډیویډ ته وربللي وو. ځکه چې هغه د امريکا د ولسمشر له رول او مسٶوليت نه په درناوي سره د قوماندان په توګه خبر نه وو.»
هرېس همدا راز ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو سرتېرو ته په سپکاوي تورن کړ او زیاته یې کړه: «هغه په دوامداره توګه زموږ پوځي غړي ، زموږ وژل شوي سرتېري او هغه کار چې موږ یې باید په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو د ځواک او درناوي ساتلو لپاره ترسره کوو سپک او بدنام کړ.»
خو ډونلډ ټرمپ يې په ځواب کې وويل چې له طالبانو سره د هغه تړون د دې لامل شو، چې په ۱۸ میاشتو کې هېڅ امریکايي عسکر ونه وژل شي.
هغه وویل: «موږ یوه هوکړه کړې وه، چې د مایک پومپیو لخوا خبرې اترې وشوې. دا ډېر ښه جوړجاړى و. د ښه والي دلیل يې دا و چې موږ روان وو. موږ د دوی په پرتله په چټکۍ سره وتلو. خو موږ خپل عسکر له لاسه نه ورکول، مو ډېر امریکایان شاته نه پرېښودل»
د ولسمشريزو ټاکنو دغه نوماند یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو نیوکه وکړه او د بایډن اداره یې له طالبانو سره د شوې هوکړې په سم ډول نه عملي کولو تورنه کړه. ټرمپ وویل: «موږ به د ٨٥ ملیارد ډالرو ښکلي او نوي نظامي تجهیزات شاته نه پرېښودل او یوازې د دې پای ته رسولو لپاره دوی تړون مات کړ. تړون کې درج وو چې تاسو باید دا، دا کار ترسره کړٸ، خو دوى ترسره نه کړل. تړون زموږ له خوا لغوه شو، ځکه دوی هغه څه ترسره نه کړل چې باید دوى ترسره کړي وای.»
ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو «شرمونکې» ورځ وبلله.
ښاغلي ټرمپ وويل: «زه غواړم په بل څه بحث وکړم. دې خلکو زما په آند دوى تر ټولو خجالتوونکې شېبه او تر ټولو بد وتل په تاريخ کې ثبت کړل . ځکه دوی ولیدل چې هغه او د هغې مشر څومره بې کفایته دي.»
دا مناظره د اېن بي سي نیوز په کوربه توب د واشنګټن ډي سي په وخت د شپې په نهو بجو پیل شوه.
ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې په دوو اونیو کې ترسره شي.
ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس د يادو ټاکنو دوه نوماندان دي.